د لبنان د روغتیا وزارت ویلي د اسرائیلو په تازه هوايي بریدونو کې د هېواد د سوېل «سکسکیه» سیمه په نښه شوې چې له امله یې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي
د چارواکو په وینا په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی
د اسرائیلو پوځ ویلي برید یې د حزبالله پر هغو وسلهوالو کړی چې ګواکې پر اسرائیلي ځواکونو د بریدونو چمتووالی یې درلود
پوځ زیاته کړې چې د ملکي تلفاتو راپورونه تر څېړنې لاندې دي
دغه راز بیا الجزیرې خبري شبکې د حزبالله له قوله راپور ورکړی چې تېره ورځ یې د لبنان سویل او د اسرائیلو شمال په بېلابېلو سیمو کې پر اسرائیلي پوځیانو ۲۲ بریدونه کړي دي
دا بریدونه په داسې وخت کې شوي چې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند له اعلان سره سره د اسرائیلو او حزبالله ترمنځ تاوتریخوالی لا هم دوام لري
په وروستیو ورځو کې د بیروت سوېلي سیمې هم څو ځله د اسرائیلي بریدونو هدف ګرځېدلې

