د ننګرهار مرکزي ښار جلال اباد په بیلابیلو ناحیو کې د يوسلو پنځوس میلیونه افغانيو په ارزښت د باراني اوبو د وتلو په موخه د ویالو جوړونې پروژو چاري پیل شوي دي
د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وايي په دغه پروژو کې د دولس کیلومټره په اوږدوالو د اتو پروژ چارې شامل دي چې موخه يې ولس ته د اسنتیاوي بې روزګارو ته د کارې زمینو او ښاري ښکلا رامنځته کول دي
د ننګرهار مرکزي ښار کې د ورښتونو پرمهال به ویالي د کوچنيوالۍ له امله بندیدي چې د واټونو پر سره به اوبه ډنډیدلي له امله به خلک د تګ راتګ پرمهال د ګڼو ستونزو سره مخامخ ول
د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وايي د همدغې ستونزې د هواري په موخه يې په بیلابیلو ناحیو کې د دولس کیلومتره په اوږدوالۍ لویو ویالو د جوړولو اته پروژې پیل کړي
د جلال اباد ښار اوسیدونکي د دغه پروژو د چارو د پیل له امله خوښي څرګندوي او د چارو د لا چټکتیا غوښتنه يې کوي دوي وايي د دغه پروژو د چارو په بشپړیدو سره به د بارانونو پرمهال هغه ستونزې هواري شي کوم چې اوسمهال ورسره مخامخ ول
د ښاروالۍ مسوولین وايي د ۱۴۰۵ کال کې هم د څلورو لویو ویالو د جوړولو هوډ لري چې ډير ژر به يې چارې پیل شي دوي همدراز د دغه پروژو د چارو د چټکتیا په اړه ډاډ ورکوي او زیاتوي چې شپه او ورځ کار کوي ترڅو د پیل شویو پروژو چارې بشپړې کړي

