د امریکا دفاع وزیر پېټ هیګسېټ وایي واشنګټن له ایران سره د جګړې په لټه نه دی خو د امریکا موخه د هغه څه پای ته رسول دي چې نوموړي «پر هرمز تنګی د ایران ناقانونه کنټرول» بللی دی.
الجزیرې راپور ورکړی چې هیګسېټ دا څرګندونې په یوې خبري غونډه کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې د امریکا پوځ د «ازادۍ پروژې» په نوم عملیاتو په چوکاټ کې هڅه کوي څو په سیمه کې د «ایران تهاجمي اقداماتو» پر وړاندې د بېړیو امنیت ډاډمن کړي.
هیګسېټ ټینګار کړی چې د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره به امریکایي ځواکونه د ایران هوايي حریم یا سمندري اوبو ته د ننوتلو اړتیا ونه لري.
هغه همداراز پر هرمز تنګي د ایران د بشپړ کنټرول ادعا هم رد کړې ده

