د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې لا هم د څارویو له وړیو څخه د دودیزو پکولونو جوړولو هنر ژوندی ساتل شوی دی. محمد داود، چې شاوخوا ۳۰ کاله کېږي په دې کار بوخت دی، وایي اوس یې کاروبار د پخوا په پرتله ښه شوی او په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې یې د پکولونو پلور ډېرېږي.
عبدالغفار، چې ۶۵ کاله عمر لري، وايي له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې پکول جوړوي او زیاتوي چې د کونړ او نورستان سړې هوا ته په کتو، د پکول کارول نه یوازې دود، بلکې اړتیا هم ده.
پکول، پتاوي، وړین او ګدین هغه دودیز لباسونه دي چې له پخوا راهیسې په دغو سیمو کې جوړېږي او لا هم خپل ارزښت لري. ځایي خلک وایي، که څه هم وخت بدل شوی، خو د وړینو لباسونو دود لا هم ژوندی دی.
د کونړ پکول اوس دومره شهرت موندلی چې نه یوازې افغانان یې کاروي، بلکې بهرني سیلانیان هم چې افغانستان، په ځانګړي ډول ختیځو سیمو ته سفر کوي، دا د یو کلتوري سمبول په توګه پر سر کوي.

