د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د جوزجان ولایت په یتیمتاق سیمه کې د سمنټو د یوې سترې تولیدي کارخونې د جوړېدو چارې پرانیستې.
د نوموړي په وینا، د کورني صنعت پیاوړتیا او د تولیدي اقتصاد پر لور حرکت د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم دی، او اسلامي امارت هڅه کوي چې د خامو موادو د صادرولو پر ځای د هغو داخلي پروسس ته زمینه برابره کړي.
برادر زیاته کړه، دا کارخونه به د داخلي صنعت په پیاوړتیا، پر وارداتو د تکیې په کمولو او د اقتصادي ودې په چټکتیا کې مهم رول ولوبوي.
همدارنګه ملا عبدالغني برادر له نړیوالو وغوښتل، چې د رسمي اقتصاد په چوکاټ کې له افغانستان سره تعامل زیات کړي او د هېواد له شته امنیتي او اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي.
د نوموړي په خبره، د نړیوالې او سیمه ییزې سیاسي او اقتصادي فضا تنګول، په نړیواله کچه د حذف سیاست پلي کول او د تحریمونو اوږدول په هېڅ صورت د نړیوال سیاست او نړیوال اقتصاد درد نه شي دوا کولی؛ بلکې برعکس دا ډول سیاستونه تهدیدونه زیږوي او د سیمه ییز او نړیوال مشارکت ونډه راکموي.
د معلوماتو له مخې، دا پروژه د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یوه ترکي شرکت له لوري عملي کېږي، چې د بشپړېدو موده یې دوه کاله ټاکل شوې ده.
ټاکل شوې ده دغه کارخونه په ورځ کې ۳۰۰۰ ټنه سمنټ تولید کړي او شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

