د ننګرهار ولایت د شینوارو لويو ولسوالۍ اوسیدونکي له مارکو تر شیرګړسیمې پورې د سړک د خرابوالي شکایت کوي او زیاتوي چې په دغه سړک اوه ولسوالیو اوسیدونکي تګ راتګ کوي چې له امله خلک پر وخت نه رسیږي او وسایط يې هم زیان ويني
دوي له حکومت د دغه سړک په اساسي ډول د رغنیدو غوښتنه کوي
د دغه ولسوالۍ سیمه یز مسوولین هم دغه ستونزه مني او زیاتوي د حل په موخه يې ولایتي ادارې سره شریک کړې او د حل ډاډ ورکړل شوی دی.
کنډ او کپر دغه سړک د ننګرهار شینوارو لويي ولسوالۍ ته غځيدلي چې د سیمې اوسیدونکي وايي دغه سړک له مارکو تر شیرګړ سیمې ډير خراب شوی دی چې خلک او سایطو چلوونکي پرې د تګ راتګ پرمهال د ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وي
دوي وايې د اوږدې مودې راهیسې د وخت د حکومتونو د دغه سړک د جوړيدو غوښتنې کړي خو غږ يې نه دې اوریدل شوي .
په دغه لار تلوونکي مسافر او موټر چلوونکي هم د دغه سړک له امله د ستونزو یادونه کوي او له حکومته يې په اساسي ډول د جوړیدو غوښتنه کوي.
په همدې حال کې د دغه ولسوالۍ سیمه یز مسوولین دغه ستونزه مني او زیاتوي د سړک د خرابوالي په اړه يې د ولایتي ادارې سره معلومات شریک کړي او د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

