د ایران سمندري ځواکونو دوه کښتۍ نیولې چې په خبره یې د هرمز تنګي څخه پرته د اجازې اخيستلو د تیريدو له هڅې سره یې سمندري امنيت په خطر کې اچولی دی.

دولتي رسنۍ: ایران په هرمز تنګي کې پر دريمه کښتۍ بريد کړی
د ایران د خبري آژانسونو په حواله د سپاه پاسدران ځواکونو په هرمز تنګي کې پر دريمه کښتۍ فېرونه کړي دي.
د نور، فارس او مهر نيمه دولتي آژانسونو رپوت ورکړی دی چې يوه کښتۍ د «ايوفوريا» په نوم پيژندل شوې ده.
په رپوټونو کې زياته شوې ده چې دغه کښتۍ د ایران ساحل کې «درول شوې ده.»
تر دې مخه د ایران دولتي تلویزيون خبر ورکړی وو چې سپاه پاسداران دوه نورې کښتۍ هم نيولي او هغه یې د ایران پر لور روانې کړي دي.
دغه کښتۍ د «ام اس سي فرانسسکا» او «ايپامينونداس» په نومونو يادې شوي او تور یې لګولی دی چې پرته له اجازې له هرمز تنګي څخه د تیرېدو له هڅې سره یې سمندري امنيتي له خطر سره مخامخ کړی دی.
