د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي د منځنۍ اسیا نړیوال صنعتي نندارتون په څنډه کې د اوزبيکستان پانګونې، صنعت او سوداګري له وزير لذيز قدرتوف او د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت له مرستيال اسکندر اسيلکولوف سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې درې واړو لوريو د ټرانزيټ او سوداګرۍ په برخه کې د اسانتياوو پر برابرولو، په ځانګړې توګه د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد په تړاو هر اړخيز بحث او د نظر تبادله کړې ده.
پدې ناسته کې د ګډ کاري ګروپ پر جوړېدو هوکړه شوې، څو د ټرانزیټ، سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې دې ناسته کې سربېره پر دې، په یاد نندارتون کې د افغانستان پر غړیتوب هوکړه وشوه.
د یادونې وړ ده چې د مرکزي آسیا نړیوال صنعتي نندارتون د منځنۍ آسیا د هېوادونو، روسیې او بلاروس په ګډون ترسره کېږي، او اوس چې افغانستان هم په دې نندارتون کې غړیتوب ترلاسه کړی، د هېواد صنعتي شرکتونه کولای شي د غړیتوب له امتیازاتو څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات په دې نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي.

