امریکايي ځواکونو په عربي سمندر کې یوه کښتۍ نیولې راپورونه وایي چې د امریکا سمندري ځواکونو په عربي سمندر کې پر یوې کښتۍ ډزې کړې او وروسته یې نیولې ده.
د معلوماتو له مخې، یاده کښتۍ چې د ایران بیرغ یې درلود، د سمندري بندیز څخه د سرغړونې په تور ودرول شوه.
امریکايي ځواکونو تر څو ځله خبرداري وروسته د کښتۍ د انجن برخه په نښه کړه
. سرچینې زیاتوي چې له څو ساعته مقابلې وروسته سمندري سرتېري کښتۍ ته وخوتل او کنټرول یې ترلاسه کړ. تر اوسه د پېښې په اړه د ایران رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

