� کونړ، افغانستان | سهشنبه، اپرېل ۱۴، ۲۰۲۶
د راپور له مخې، د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو نشتوالی د خلکو لپاره یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده.
خاص کونړ ولسوالۍ چې د اسداباد ښار څخه شاوخوا ۴۵ کیلومتره واټن لري، د ګڼ نفوسه سیمو څخه شمېرل کېږي، خو ډېری اوسېدونکي یې په غرنیو او لرو پرتو سیمو کې ژوند کوي او د پاکو اوبو اساسي اسانتیاوې نه لري.
ځايي خلک وايي، کلونه وړاندې د یو شمېر موسسو له لوري د اوبو رسولو پایپلاین شبکې جوړې شوې وې، خو اوس مهال له منځه تللې دي او نور فعالیت نه لري.
د خلکو په خبره، ښځې او ماشومان اړ دي چې له لرو چینو او څاګانو څخه اوبه راوړي، چې دا چاره نه یوازې سخته ده، بلکې د ژوند نورې چارې هم له ځنډ سره مخ کوي.
د خاص کونړ اوسېدونکي ګلستان او اسماعیل وایي:
“زمونږ سیمه ګڼ نفوسه ده، خو د پاکو اوبو اسانتیا نشته. پخوا پایپ سکیمونه وو، خو اوس له منځه تللي دي. زموږ ژوند د اوبو د نشتوالي له امله له ستونزو ډک دی. غوښتنه مو دا ده چې موږ ته د اوبو رسولو اساسي پروژې عملي شي.”
بلخوا، د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، دوی په تېرو کلونو کې د موسسو په مرسته د اوبو رسولو یو شمېر پروژې عملي کړي او زرګونو خلکو ته یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.




د یاد ریاست مشر، مولوي شمسالرحمن سیلاب، وايي:
“موږ هڅه کوو چې له موسسو سره په همغږۍ، په اړتیا لرونکو سیمو کې د اوبو رسولو نوې شبکې جوړې کړو او خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.”
کونړ چې یو غرنی ولایت دی، ډېری اوسېدونکي یې لا هم د ژوند بنسټیزو خدماتو ته محدود لاسرسی لري، خو چارواکي ژمنه کوي چې په راتلونکې کې به دا ستونزې کمې شي.
خبریال: پرویز څرګند
