د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ په کابل کې د ګډې سوداګریزې ناستې پر مهال د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې دي.
د یادې خونې د معلوماتو له مخې، په دغو هوکړو کې ۳۰۰ میلیونه ډالره د پانګونې، ۱۵۰ میلیونه ډالره د وارداتو او ۷۰ میلیونه ډالره د صادراتو په برخه کې شامل دي.
خونې زیاته کړې، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ۱.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت نورې هوکړې هم لاسلیک شوې، چې دا مهال د پلي کېدو په پړاو کې دي.
د معلوماتو له مخې، اوس مهال د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱.۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخېدو ښکارندویي کوي

