د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې ایران له تېرو ۴۷ کلونو وروسته په لوړه کچه او د جګړې د پای ته رسولو په موخه په ښه نیت له امریکا سره خبرو ته کېناست.
نوموړي څرګنده کړې، چې د اسلاماباد په خبرو کې دواړه لوري هوکړې ته نږدې شوي وو، خو د امریکایي لوري د پرلپسې دریځ بدلون او د بندیزونو د ګواښونو له امله خبرې له خنډ سره مخ شوې.
عراقچي زیاته کړه، چې امریکا له تېرو تجربو څخه هېڅ درس نه دی اخیستی.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د اسلاماباد په کچه د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې خبرې د ځینو اختلافي موضوعاتو له امله بېپایلې پای ته رسېدلې دي.

