د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د خپلې وروستۍ ورځې په راپور کې ویلي، چې د هېواد له بېلابېلو لارو ګڼ شمېر افغان کډوال په اجباري توګه هېواد ته راستانه شوي او اړوند کمېټو ورته بېلابېل خدمات وړاندې کړي دي.
د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۵۹۷ کورنۍ چې ۳۲۳۱ تنه کېږي، هېواد ته ستنې شوې او ثبت شوې دي.
همداراز ۶۱۵ کورنۍ د ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې دي، چې د لېږد لګښت یې ۲ میلیونه او ۴۴۵ زره افغانۍ ښودل شوی دی.
له ۶۵۹ کورنیو سره ۵ میلیونه او ۴۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې او ۵۹۲ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
د سپین بولدک له لارې ۸۲ کورنۍ (۴۷۱ تنه) هېواد ته راستانه شوې دي. له دې ډلې ۵۵ کورنۍ نورو ولایتونو ته لېږدول شوې او ۴۸۳ زره افغانۍ لګښت پرې شوی دی.
همداراز له ۱۰۱ کورنیو سره ۸۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې، ۱۰۰۴ خوراکي توکي وېشل شوي او ۶۵ سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.
په اسلامکلا کې ۴۴ کورنۍ (۱۶۶ تنه) ثبت شوې دي، چې له ټولو سره ۳۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د ورېښمو لارې له لارې ۸ کورنۍ (۳۶ تنه) او ۷۵۵ نور مسافر هېواد ته راستانه شوي دي. له ۲ کورنیو سره ۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې او ۳۸۸ تنه تداوي شوي دي. همداراز ۲ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
له کابل څخه ۳۵۲ کورنۍ (۱۸۱۶ تنه) نورو ولایتونو ته لېږدول شوې دي، چې لګښت یې څه باندې ۱ میلیونه او ۱۷۲ زره افغانۍ ښودل شوی دی.

