د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ایران لوړپوړی دولتي پلاوی د امریکا له استازو سره د خبرو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا پلاوی نن اسلاماباد ته رسېدلی او د پاکستان لوړپوړو چارواکو یې هرکلی کړی دی.
د پاکستان د پوځ مشر، د بهرنیو چارو وزیر او د کورنیو چارو وزیر په هوايي ډګر کې د ایراني پلاوي د هرکلي لپاره حاضر وو.
په ورته وخت کې، ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې دا پلاوی شاوخوا ۷۰ غړي لري او ټاکل شوې ده، چې د امریکا له استازو سره مهمې خبرې وکړي.
په همدې حال کې د امریکا یو لوړپوړی پلاوی چې مشري یې د امریکا د مرستیال ولسمشر جې. ډي. وینس کوله، له ځانګړي استازي سټیف ویتکوف او جیرډ کوشنر سره یو ځای نن اسلامآباد ته ورسېد، څو د اسلامآباد په خبرو کې برخه واخلي.
د یاد امریکایي پلاوي هرکلی د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سناتور محمد اسحاق ډار، د دفاعي ځواکونو لوی درستیز سید عاصم منیر، او د کورنیو چارو وزیر سید محسن رضا نقوي له خوا وشو.
د امریکا د مرستیال ولسمشر د هرکلي پر مهال، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د سیمهییز او نړیوال ثبات او دوامداره سولې د ټینګښت لپاره د امریکا ژمنتیا وستایله.
هغه هیله څرګنده کړه، چې ښکېل لوري به په رغنده ډول خبرو ته دوام ورکړي او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ، چې پاکستان چمتو دی د ښکېلو خواوو ترمنځ د دوامدار او پایښت لرونکي حل لارې په موندلو کې همکاري وکړي.

