د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند مولوي صديقالله نصرت وايي، تېره شپه د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ اړوند د قیمتي کلي په سیمه کې د درېیمې سرحدي لواء ځواکونو له لوري د وسلو د قاچاق هڅه شنډه شوې ده
. د نصرت په وينا، په دې عملیاتو کې ۲۰ کرینکوف، ۴ کلاشینکوف او ۲M4 وسلې نیول شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې امنیتي ځواکونو د وسلو د قاچاق ترڅنګ نورو ناقانونه فعالیتونو پر وړاندې هم خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

