د ټولګټو وزارت ویلي، چې د سالنګونو لویه لار د دوامدارې واورې ورېدو، توپان او واورې ښویېدنې له امله، او د کابل – جلالاباد لویه لار د پرلپسې غر ښویېدنې له کبله لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې پاتې ده.
د وزارت په وینا، د کابل – کندهار لویه لار هم تېره شپه د بارانونو او سېلابونو له امله د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ د فولادګي مانده په سیمه کې تړل شوې وه، خو د عملیاتي ټیمونو په هڅو بېرته پرانیستل شوې ده.
ټولګټو وزارت له هېوادوالو غوښتي، چې د بندو لارو پر لور دې تګ راتګ نه کوي او د لارو د بیا پرانیستلو لپاره دې د رسمي خبرتیا انتظار وباسي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل – جلالاباد لویه لار نن د پنځمې ورځې لپاره هم تړلې ده.

