
امریکا کې د هغه افغان د مړینې لامل په اړه طبي څېړنې پیل شوې چې د کډوالۍ او ګمرکونو د قوانینو د پلي کولو ادارې له خوا له نیول کېدو یوه ورځ وروسته مړ شوی دی.
محمد نذیر پکتیاوال د تېرې جمعې پر ورځ (مارچ ۱۳مه) د امریکا د ټکساس ایالت په شمال کې هغه مهال چې ماشومان یې ښوونځي ته بېول کور ته نږدې نیول شوی و.
۴۱ کلن محمد نذیر پکتیاوال افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره د کار لس کلنه تجربه لرله او د افغانستان د وروستي جمهوریت له پرځېدو وروسته د ۲۰۲۱م کال اګسټ کې په قانوني ډول امریکا ته تللی خو په دې وروستیو کې یې د لنډمهالې استوګنې قانوني سند له وخته تېر شوی و.
د امریکا د کډوالو ادارې د دغې افغان د نیونې او مړینې څرنګوالي په اړه تفیصلي رپوټ خپور کړی چې په کې ویل شوې ” پکتیاوال له دې مخکې تېر کال د سپتمبر پر ۱۶مه د درغلۍ او د نومبر پر لومړۍ نېټه د غلا په تور هم نېول شوی و.”
بي بي سي او امریکا کې زموږ همکاره رسنۍ سي بي ایس تر دې دمه په خپلواکه بڼه د محمد نذیر پکتیاوال د جرمي سابقې په اړه د امریکا د کډوالو ادارې د اداعاو پخلی نه شي کولی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ امریکا کې د کډوالو په اړه د خپلې کړنلارې اعلان پر مهال وویل چې د ناقانونه کډوالو پناه غوښتنه به نه اورېدل کېږي او له امریکا به ایستل کېږي. د محمد نذیر د وروستۍ نیونې لامل تر ډېره نه دی روښانه چې ایا د قانوني اسنادو نه لرلو په تور او که د کوم بل جرم په تور نېول شوی و.
امریکايي ادارو ویلي د نیولو پر مهال هغه د کومې ناروغۍ یادونه نه وه کړې او نه یې تېر کې د کومې ناروغۍ اسناد موندل شوي.

د هغه ورور نصیر پکتیاوال امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي ” محمد نذیر د سهار شاوخوا اووه بجې هغه مهال چې یې ماشومان ښوونځي ته روان کړي وو ونیول شو، هغه په زور په موټر کې واچول شو او ماشومانو یې د کومک لپاره چېغې وهلې.”
بی بی سی پشتو
